د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئيس او د سولې د اجماع لپاره په سيمه ييزو چارو كې د جمهور رئيس ځانګړي استازي محمد عمر داودزي له وسله والو طالبانو وغوښتل، چې د افغانستان له حكومت سره مذاكراتو ته حاضر شي.
ده تېره ورځ ناوخته د كوچني اختر د مباركۍ په پيغام كې ويلي، اوس هغه وخت را رسېدلی، چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې پيل شي.
داودزي له طالبانو غوښتي، چې د افغان ولس برحقې غوښتنې ته لبيک ووايي او د افغانستان له حكومت سره بين الافغاني مذاکراتو ته حاضر شي، ترڅو له دې څخه زياتې په ناحقه توګه په هېواد کې وينې تويې نه شي.
دا په داسې حال كې ده، چې طالبانو د روژې په مباركې مياشت او د كوچني اختر په ورځو كې د خلكو او د سولې مشورتي لويې جرګې د اوربند غوښتنه رد كړې او د هېواد په بېلابېلو سيمو كې يې خپلو بريدونو او جګړو ته دوام وركړى دى.


