ads

خليلزاد: امريكايي او ناټو ځواكونه به يو ځاى افغانستان پرېږدي

د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليلزاد وايي، امريكايي او ناټو ځواكونه به له افغانستانه د وتلو په برخه كې همغږى او ګډ تصميم ونيسي. نوموړي د سيمې او اروپا هېوادونو ته د خپل اووم سفر په مهال د ناټو له سرمنشي ينس سټولټنبرګ سره ليدلي دي. […]

نویسنده: hewadpal
16 غبرګولی 1398
خليلزاد: امريكايي او ناټو ځواكونه به يو ځاى افغانستان پرېږدي

د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليلزاد وايي، امريكايي او ناټو ځواكونه به له افغانستانه د وتلو په برخه كې همغږى او ګډ تصميم ونيسي.
نوموړي د سيمې او اروپا هېوادونو ته د خپل اووم سفر په مهال د ناټو له سرمنشي ينس سټولټنبرګ سره ليدلي دي.
خليلزاد پر خپله ټويټر پاڼه ليكلي، امريكايي او ناټو ځواكونه په يو وخت او په همغږې توګه افغانستان ته داخل شوي او له دغه هېواده به يو ځاى ووځي.
بلخوا سټولټنبرګ په يوه ټويټ كې د افغان سولې په برخه كې د خليلزاد له هڅو د ناټو ملاتړ اعلان كړى دى.
د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي څو ورځې وړاندې د سيمې او اروپا هېوادونو ته خپل نوى سفر پيل كړ.
ده ويلي و، په دې سفر كې به د افغانستان د سولې په برخه كې پر سيمه ييزې او نړيوالې اجماع او همدارنګه له طالبانو سره د سولې چوكاټ د وروستي كولو لپاره پر هڅې تمركز ولري.
ټاكل شوې خليلزاد يو ځل بيا د قطر په پايتخت دوحه كې د طالبانو له استازو سره وګوري.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA