ads

په ننګرهار كې د بېلابېلو جرمونو په تور ۱۰ تنه نيول شوي

د ننګرهار د ملي امنيت رياست ځواكونو په تېره يوه اونۍ كې د بېلابېلو جرمونو په تور ۱۰ تنه نيولي دي.

نویسنده: mayar
13 غبرګولی 1398
په ننګرهار كې د بېلابېلو جرمونو په تور ۱۰ تنه نيول شوي

د ننګرهار د ملي امنيت رياست ځواكونو په تېره يوه اونۍ كې د بېلابېلو جرمونو په تور ۱۰ تنه نيولي دي.
د دغه ولايت والي شاه محمود مياخېل وايي، دا كسان په جلال اباد ښار او مومندرې، غني خېلو او روداتو ولسواليو کې د عملياتو په مهال نيول شوي دي.
د هغه په وينا، د يادو كسانو له ډلې شپږ يې وسله وال طالبان دي، دوه يې انسان تښتوونکي دي او دوه نور يې عمليات كوونكو ځواكونو له ټولنيزو شبکو د ناوړې استفادې په تور نيولي دي.
مياخېل زياتوي، له نيول شوو طالبانو يو شمېر ماينونه هم ترلاسه شوي دي.
دغه كسان په داسې حال کې نيول کېږي، چې په دې وروستيو کې د ننګرهار په مركز جلال اباد ښار کې امنيتي وضعيت خراب شوى، چې له كبله يې د دې ښار اوسېدونکي اندېښمن دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA