افغان ځواكونو په لغمان كې د وسله والو طالبانو دوه مهم غړي وژلي دي.
د دې ولايت د والي وياند اسدالله دولتزي کليد ته وويل، تېره شپه د وسله والو طالبانو دوو مهمو غړو غوښتل مركز مهترلام ښار ته د ترهګريزو فعاليتونو په هدف داخل شي او د كوچني اختر په شپو ورځو کې د خلکو ژوند ناارامه کړي، خو هدف ته تر رسېدو وړاندې د امنيتي ځواکونو له لوري د سلطان غازي بابا ښارګوټي په مولوي يونس څلورلارې كې ووژل شول.
هغه د طالبانو د ښاري شبكې د وژل شوو دوو غړو نومونه عبادي او قاري سبحان الله ذاکر ياد كړل.
دولتزي زياته كړه، وژل شوو طالبانو د لغمان په ګڼو تروريستي پېښو کې لاس درلود.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ