د كابل ښار د شپږمې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې چاودنې درې تنه ټپيان كړل.
د كورنيو چارو وزارت وايي، تېر مازديګر شاوخوا پنځه بجې او ۱۰ دقيقې په يوه موټر كې ځاى پر ځاى شوى چسپكي ماين د كابل ښار په پل سوخته سيمه كې وچاودېد، چې له كبله يې درې تنه ټپيان شول.
په همدې حال كې د ټاكنو خپلواك كمېسيون اعلان كړى، چې يادې چاودنې د دغه كمېسيون كار كوونكي په نښه كړي دي.
د ټاكنو خپلواك كمېسيون تاييد كړې، چې په پېښه كې يې دوه كار كوونكي ژوبل شوي دي.
د دغې ماين چاودنې مسووليت تراوسه چا نه دى منلى.
دا په داسې حال كې ده، چې د كابل ښار د پنځمې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې پرون سهار درېيو چاودنو دوه تنه ووژل او د كليد د يوه خبريال په ګډون يې له ۲۰ زيات كسان ټپيان كړل.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ