ads

په اسلام اباد كې د افغان كډوالو د ستونزو د حل لپاره څلور اړخيزه غونډه جوړېږي

ټاكل شوې روانه ميلادي مياشت په اسلام اباد كې د افغان كډوالو د ستونزو د حل په هدف يوه څلور اړخيزه غونډه جوړه شي.

نویسنده: mayar
13 غبرګولی 1398
په اسلام اباد كې د افغان كډوالو د ستونزو د حل لپاره څلور اړخيزه غونډه جوړېږي

ټاكل شوې روانه ميلادي مياشت په اسلام اباد كې د افغان كډوالو د ستونزو د حل په هدف يوه څلور اړخيزه غونډه جوړه شي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار سيد عبدالباسط انصاري وايي، دا څلور اړخيزه غونډه د افغانستان، پاکستان، ايران او د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې UNHCR ترمنځ ترسره کېږي.
نوموړى زياتوي، ياده غونډه به د روانې جون مياشتې په ۱۶مه نېټه ترسره شي او دوى هڅه كوي په كې د افغان كډوالو ستونزو ته يوه دايمي حل لاره پيدا كړي.
دغې غونډې ته د افغانستان د كډوالو او راستنېدونكو چارو او د ايران د بهرنيو چارو وزيران ور بلل شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې اوسمهال په پاكستان كې څه باندې دوه نيم ميليونه افغانان ژوند كوي، چې شاوخوا يو نيم ميليونه يې د استوګنې قانوني اسناد لري.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA