ads

ټرمپ د سوريې په ادليب ولايت كې د هوايي بريدونو د بندېدو غوښتونكى شو

د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ له روسيې او د هغې له متحدې روسيې غوښتي، چې ژر تر ژره په ادليب ولايت كې خپل هوايي بريدونه ودروي.

نویسنده: mayar
13 غبرګولی 1398
ټرمپ د سوريې په ادليب ولايت كې د هوايي بريدونو د بندېدو غوښتونكى شو

د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ له سوريې او د هغې له متحدې روسيې غوښتي، چې ژر تر ژره په ادليب ولايت كې خپل هوايي بريدونه ودروي.
ده بريتانيا ته د خپل سفر تر پيل وړاندې په ټويټر كې د يوه ويډيويي پيغام په خپرولو سره په ادليب ولايت كې د هوايي بريدونو په ترڅ كې د ملكي وګړو وژنه قصابي وبلله او له دمشق او مسكوه يې وغوښتل، چې هلته خپل هوايي بريدونه بند كړي.
بايد وويل شي، چې د سوريې ځينو نادولتي سازمانونو په ګډه له نړيوالې ټولنې غوښتي، چې په ياد ولايت كې د تاوتريخوالي د زياتېدو مخنيوي او د سوري پوځ او د روسيې د متحدينو د بريدونو درولو لپاره هلته اقدام وكړي.
د سوريې د بشري حقونو د څار لندن مېشته ډله وايي، تېره ميلادي مياشت په ادليب ولايت او ترڅنګ سيمو كې يې د جګړو په مهال شاوخوا ۱۰۰۰ تنه وژل شوي، چې نېږدې يو پر درېيمه برخه يې ملكي وګړي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA