ads

رحيمي: د اختر ورځو د امنيت د ټينګښت لپاره پلان جوړ شوى

د كورنيو چارو وزارت د كوچني اختر د ورځو د امنيت د ټينګښت لپاره د يوه پلان د جوړولو خبر وركوي او وايي، د دې پلان پر بنسټ به په ټول هېواد كې امنيتي ځواكونه د تيارسئ په حالت كې وي.
د كورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي نن يوې خبري غونډې ته وويل، امنيتي ځواكونو په ځانګړې توګه پوليسو د كابل ښار په جوماتونو، عيدګاوو، تفريح ځايونو او د خلكو د را ټولېدو په سيمو كې ډاډمن امنيتي او كشفي تدابير نيولي دي.

نویسنده: mayar
13 غبرګولی 1398

نوموړي زياته كړه، پوليسو ته امر شوى، چې د پټاقيو پلورونكي او ترې ګټه اخيستونكي او همدارنګه هغه كسان وپېژني او ويې نيسي، چې د خوښۍ ډزې كوي.
د رحيمي په وينا، افغان امنيتي او دفاعي ځواكونو په تېرو ۱۰ ورځو كې ۸۲ ګډ او ځانګړي عملياتونه ترسره كړي، چې په ترڅ كې يې د ۱۸ مشهورو قوماندانانو او نومول شوو ولسوالانو په ګډون د دولت ۵۰۱ وسله وال مخالفين وژل شوي، ۱۸۸ تنه ټپيان شوي او ۷۳ تنه نور نيول شوي دي.
دى وايي، په ميدان وردګ كې د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواكونو په عملياتو كې د كابل ښار په دوغ اباد سيمه كې د پوليسو پر امنيتي پوستې د بريد طرحه كوونكى قاري شفيق هم وژل شوى دى.
رحيمي زياتوي، د دولت د وسله والو مخالفينو هېڅ بريد بې ځوابه نه پاتې كېږي او د امنيتي سرتېرو او خلكو د وينې د هر څاڅكي غچ به واخيستل شي.
د يادونې وړ ده، چې د روژې په مباركې مياشت كې د كابل ښار د دوغ اباد سيمې پر امنيتي پوستې د وسله والو طالبانو په بريد كې درې پوليس وژل شوي او درې تنه نور ژوبل شوي وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA