ads

د ايران جمهور رئيس د پمپيو د څرګندونو په اړه غبرګون وښود

د ايران جمهور رئيس حسن روحاني د امريكا د بهرنيو چارو د وزير مايك پمپيو د وروستيو څرګندونو په غبرګون كې وايي، هغه هېواد، چې د مذاكرې مېز يې پرېښى او يو تړون يې تر پښو لاندې كړى، بايد عادي حالت ته وګرځي.

نویسنده: mayar
13 غبرګولی 1398
د ايران جمهور رئيس د پمپيو د څرګندونو په اړه غبرګون وښود

د ايران جمهور رئيس حسن روحاني د امريكا د بهرنيو چارو د وزير مايك پمپيو د وروستيو څرګندونو په غبرګون كې وايي، هغه هېواد، چې د مذاكرې مېز يې پرېښى او يو تړون يې تر پښو لاندې كړى، بايد عادي حالت ته وګرځي.
پمپيو پرون وويل، واشنګټن له شرط پرته له تهران سره خبرو ته چمتو دى، خو د دې خبرو د پيل لپاره اړتيا ده، چې ايران د يوه عادي هېواد په توګه چلند وكړي.
د ايران جمهور رئيس حسن روحاني بيا تېره شپه ټينګار وكړ، ترڅو چې مقابل لورى عادي حالت ته ونه ګرځي، تهران به ودرېږي او مقاومت به وكړي.
روحاني تر دې مخكې ويلي و، كه واشنګټن درناوى وښيي، تهران هم ښايي د خبرو غوښتونكى شي.
د ده په وينا، ايران به د فشار له كبله مذاكرات ونه كړي.
د ايران او امريكا ترمنځ اړيكې وروسته له هغې ترينګلې شوې، چې واشنګټن له تهران سره د نړۍ د شپږو قدرتونو له اټومي هوكړې ووت.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA