ads

خليلزاد په اسلام اباد كې له پاكستاني پلاوي سره ليدلي

د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليلزاد د سيمې او اروپا هېوادونو ته د خپل نوي سفر په ترڅ كې پرون پاكستان ته لاړ او د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت له پلاوي سره يې وكتل.

نویسنده: mayar
13 غبرګولی 1398
خليلزاد په اسلام اباد كې له پاكستاني پلاوي سره ليدلي

د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليلزاد د سيمې او اروپا هېوادونو ته د خپل نوي سفر په ترڅ كې پرون پاكستان ته لاړ او د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت له پلاوي سره يې وكتل.
د پاكستان د بهرنيو چارو وزارت وياند محمد فيصل پر خپله ټويټر پاڼه ليكلي، چې دا ليدنه د يكشنبې په ورځ له غرمې وروسته ترسره شوه.
دى وايي، په دې ليدنه كې دواړه لوري د افغانستان د سولې بهير په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو وغږېدل.
پاكستاني پلاوي يو ځل بيا په دې بهير كې د اسلام اباد د همكارۍ ژمنه تكرار كړې او له ټولو خواوو يې غوښتي، چې له رامنځته شوي فرصته ګټه پورته كړي او اوږد مهاله جګړې ته د پاى ټكى كېږي.
ټاكل شوې خليلزاد له طالبانو سره د سولې بهير د ګړندي كولو لپاره له اسلام اباد وروسته افغانستان، بلجيم، جرمني، قطر او متحده عربي اماراتو ته هم سفر وكړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA