ads

په هېواد كې ملكي مرګ ژوبله زياته شوې

د ملکي وګړو د خونديتوب او عدالت غوښتنې ډله وايي، تېره ميلادي مياشت، چې روژه هم په كې وه، د افغانستان په ۲۳ ولايتونو كې په بېلابېلو پېښو كې ۵۲۹ ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې د وړمې مياشتې په پرتله نېږدې دوه برابره زياتوالى ښيي.

نویسنده: mayar
12 غبرګولی 1398
په هېواد كې ملكي مرګ ژوبله زياته شوې

د ملکي وګړو د خونديتوب او عدالت غوښتنې ډله وايي، تېره ميلادي مياشت، چې روژه هم په كې وه، د افغانستان په ۲۳ ولايتونو كې په بېلابېلو پېښو كې ۵۲۹ ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې د وړمې مياشتې په پرتله نېږدې دوه برابره زياتوالى ښيي.
دغې ډلې نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې ويلي، چې په مې مياشت كې ۱۸۹ ملكي افغانان وژل شوي او ۳۴۰ تنه نور ټپيان دي.
د سرچينې په خبره، ملكي وګړو ته تر ټولو ډېره مرګ ژوبله په کابل، ننګرهار، هرات، غزني او هلمند ولايتونو کې اوښتې ده.
په خبرپاڼه كې راغلي، چې ملكي افغانانو ته زيات مرګ ژوبله د ماين چاودنو، ځانمرګو بريدونو او هدفي وژنو له كبله رسېدلې ده.
د ملکي وګړو د خونديتوب او عدالت غوښتنې ډلې يو ځل بيا د جګړې له ښكېلو خواوو غوښتي، چې د ملکي وګړو ژوند ته پاملرنه وکړي او دې انساني غميزې ته د پاى ټکى کېږدي.
سرچينې همدارنګه له نړيواله بشردوستانه بنسټونو غوښتنه كړې، چې د ملكي مرګ ژوبلې د مخنيوي په هدف د جګړې پر ښكېلو لورو فشارونه ډېر كړي.
د يادولو ده، چې په هېواد كې د روانې جګړې له كبله هر كال زرګونو ملكي كسانو ته مرګ ژوبله اوړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA