ads

په كابل ښار كې درېيو چاودنو ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د كابل ښار د پنځمې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې درېيو چاودنو د كليد د يوه خبريال په ګډون ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله واړوله.

نویسنده: mayar
12 غبرګولی 1398
په كابل ښار كې درېيو چاودنو ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

څلورم تعقيب – د كابل ښار د پنځمې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې درېيو چاودنو د كليد د يوه خبريال په ګډون ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله واړوله.
د كورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي وايي، نن سهار شاوخوا اووه بجې او ۵۰ دقيقې د استاد برهان الدين رباني پوهنتون د محصلينو پر موټر د چسپكي ماين چاودنه وشوه، چې له كبله يې د يوه خبريال په ګډون ۱۰ ملكي وګړي ټپيان شول او يو تن وژل شوى دى.
د ده په وينا، ۲۰ دقيقې وروسته په سيمه كې دوه نورې پرله پسې چاودنې وشوې، چې په ترڅ كې يې د پنځو پوليسو په ګډون اووه تنه ژوبل شول.
خو د كليد خبريال محمد فصيح متوكل، چې خپله هم ټپي شوى وويل، وروستيو چاودنو د خبريالانو او پوليسو په ګډون څو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د پېښو مسووليت تر دا مهاله كومې وسله والې ډلې نه دى منلى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA