د روسيې د چاودېدونكو توكو د توليد په يوه فابريكه كې څو چاودنو لسګونه كسان ټپيان كړل.
د راپورونو پر بنسټ، دې چاودنو تېره ورځ د پايتخت مسكو د ختيځ په ۴۰۰ كيلو مټرۍ كې زېرژينسك ښار ته ټكان وركړ.
د روغتيايي چارواكو په خبره، د پېښې له ځايه ۷۹ ټپيان روغتونونو ته وړل شوي، چې د ۱۵ ټپونه ژور دي.
د پېښې له كبله دوه كسان ورك شوي هم دي.
په پېښه كې پر فابريكې سربېره د استوګنې ودانيو ته هم زيان اوښتى او ډېرى كسان د ښيښو د ماتېدو له كبله ژوبل شوي دي.
د چاودنو د علت په تړاو څېړنې دوام لري.
په تېرو دوو مياشتو كې دا دوهم ځل دى، چې د ياد ښار د چاودېدونكو توكو په توليد ځاى كې چاودنې كېږي.