په هېواد کې د مجاهدينو د بريا د ۲۷مې کليزې په مناسبت د جمهور رئيس د فرمان له مخې د ننګرهار له زندانه ۱۲۰ بنديان خوشې شول او د ۴۱ نورو د بند په موده کې کموالی راغی.
د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل خوشې شوو بنديانو ته لارښوونه وكړه، چې د بند په موده کې ترلاسه شوې تجربې د خپلو سيمو له خلکو سره شريکې کړي، ترڅو نور كسان له جرمونو ځانونه وژغوري.
بلخوا د ننګرهار د استيناف محکمې رئيس عبدالولي قاضي زاده له خوشې شوو بنديانو وغوښتل، چې د بيا ځل لپاره جرمونه ترسره نه كړي، ځکه تکراري جرمونه كوونكي كسان په اوږد عمر بند محکومېږي.
د يادونې وړ ده، چې اوسمهال د ننګرهار په زندان كې ۲۲۰۰ كسان د بند شپې او ورځې تېروي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ