د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د سيمې او اروپا هېوادونو ته خپل نوى سفر تېره شپه پيل كړ.
د امريكا د بهرنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، خليلزاد به د دغه سفر په ترڅ كې، چې دوه اونۍ به دوام وكړي، افغانستان، بلجيم، جرمني، قطر او متحده عربي اماراتو ته لاړ شي او د افغان سولې لپاره به د نړيوال ملاتړ د جلبولو هڅه وكړي.
نوموړي تېره شپه پر خپله ټويټر پاڼه ليكلي، په دې سفر كې به د افغانستان د سولې په برخه كې پر سيمه ييزې او نړيوالې اجماع او همدارنګه له طالبانو سره د سولې چوكاټ د وروستي كولو لپاره پر هڅې تمركز ولري.
تمه كېږي، چې د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى يو ځل بيا د قطر په پايتخت دوحه كې د طالبانو له استازو سره وګوري.
كه څه هم دواړه لوري ادعا كوي، چې ترمنځ يې په تېرو شپږ پړاوه خبرو كې ځينې هوكړې شوي، خو د طالبانو رهبر هبت الله اخوندزاده تېره ورځ د كوچني اختر په مناسبت د خپلې مباركۍ په پيغام كې له امريكا وغوښتل، چې په مذاكراتي بهير كې په صادقانه ډول سهيم واوسي او د دې بهير د تحرک لپاره د دوى طرحه ومني.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ