ads

افغانستان د كركټ د نړيوال جام په سياليو كې خپله لومړۍ لوبه وبايلله

د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې د ۲۰۱۹م ميلادي كال د نړيوال جام په سياليو كې خپله لومړۍ لوبه د اسټراليا د كركټ ملي لوبډلې ته وبايلله.
دا لوبه د كابل په وخت پرون مازديګر پنځه بجې د انګلستان په بريسټول ښار كې پيل شوه او تېره شپه پاى ته ورسېده.

نویسنده: mayar
12 غبرګولی 1398

د لوبې پچه د افغان لوبډلې لوبډلمشر وګټله او د توپوهنې پرېكړه يې وكړه.
د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې په ۳۸ اعشاريه دوه اورونو كې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۷ منډې وكړې، خو د اسټراليا د كركټ ملي لوبډلې وركړل شوى هدف په ۳۴ اعشاريه پنځه اورونو كې د درېيو لوبغاړو په له لاسه وركولو پوره كړه او لوبه يې د اوو وېكټو په توپير وګټله.
د كركټ نړيوالو مبصرينو له يوې داسې لوبډلې سره، چې پنځه ځله يې نړيوال جام ګټلى، د افغان لوبډلې لوبه ستايلې ده.
ټاكل شوې افغانستان خپله دوهمه لوبه د راتلونكې سې شنبې په ورځ د سريلانكا په وړاندې ترسره كړي.
دا دوهم ځل دى، چې افغان لوبډله د كركټ د يو ورځنيو لوبو د نړيوال جام په سياليو كې لوبېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA