ads

په هرات او بادغيس ولايتونو كې لسګونو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

۲۰۷ ظفر قول اردو ادعا كوي، چې په هرات او بادغيس ولايتونو كې د جګړې او هوايي بريدونو په ترڅ كې ۴۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: mayar
11 غبرګولی 1398
په هرات او بادغيس ولايتونو كې لسګونو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

۲۰۷ ظفر قول اردو ادعا كوي، چې په هرات او بادغيس ولايتونو كې د جګړې او هوايي بريدونو په ترڅ كې ۴۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د يادې قول اردو د عامه چارو مرستيال سيد اغا ضياء كليد ته وويل، طالبانو تېره شپه د هرات د شينډنډ ولسوالۍ په جوى غازي سيمه كې د ملي اردو د لومړۍ لېوا پر يوې امنيتي پوستې بريد وكړ، چې د افغان ځواكونو لخوا په شا وتمبول شو.
دى وايي، په دې سيمه كې د جګړې له كبله شپږ طالبان ووژل شول او ۱۳ تنه نور ژوبل دي.
د ضياء په خبره، د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت ځواكونو د بادغيس په بالامرغاب ولسوالۍ كې د طالبانو پر مركزونو دوه هوايي بريدونه كړي، چې په مهال يې د قوماندان ملا حيات الله په ګډون ۲۰ طالبان وژل شوي او څلور تنه نور ټپيان دي.
وسله والو طالبانو تر دې دمه د دغو پېښو په اړه خپل نظر نه دى څرګند كړى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA