ads

په لغمان كې د وسله والو طالبانو پنځه كسيزه ډله ونيول شوه

د ملي امنيت عمومي رياست د لغمان په مركز مهترلام ښار كې د وسله والو طالبانو د يوې پنځه كسيزې ډلې د نيولو خبر وركوي.

نویسنده: mayar
11 غبرګولی 1398
په لغمان كې د وسله والو طالبانو پنځه كسيزه ډله ونيول شوه

د ملي امنيت عمومي رياست د لغمان په مركز مهترلام ښار كې د وسله والو طالبانو د يوې پنځه كسيزې ډلې د نيولو خبر وركوي.
دې رياست نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې ويلي، ياد طالبان په مهترلام ښار كې په پټه توګه پر ماين ايښودنو، ترور او د خلكو پر ګواښولو بوخت وو، چې ځانګړو ځواكونو يې باالفعله له يوه چسپكي ماين او يوه موټر سره يو ځاى ونيول.
په خبرپاڼه كې د نيول شوو طالبانو نومونه نوراغا، عارف الله، نصيب الله، خيبر او احسان الله ښودل شوي او زياته شوې، چې په تخريبي او تروريستي فعاليتونو كې يې پر خپل لاس لرلو اعتراف كړى دى.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA