ads

محمد علم ايزديار د خپل زوى د وينې د غچ اخيستنې خبردارى وركړ

د مشرانو جرګې لومړى مرستيال محمد علم ايزديار خبردارى وركوي، كه حكومت د ده د زوى او د ۱۳۹۶يم لمريز كال د غبرګولي مياشتې د لاريون كوونكو د وژنې قضيې ته رسيدګي ونه وكړي، د وژل شوو كسانو كورنۍ به د خپلو اولادونو د وينې غچ واخلي.

نویسنده: mayar
11 غبرګولی 1398
محمد علم ايزديار د خپل زوى د وينې د غچ اخيستنې خبردارى وركړ

د مشرانو جرګې لومړى مرستيال محمد علم ايزديار خبردارى وركوي، كه حكومت د ده د زوى او د ۱۳۹۶يم لمريز كال د غبرګولي مياشتې د لاريون كوونكو د وژنې قضيې ته رسيدګي ونه وكړي، د وژل شوو كسانو كورنۍ به د خپلو اولادونو د وينې غچ واخلي.
نوموړي نن د خپل زوى سالم ايزديار د تلين په نمانځغونډه كې وويل، حكومت د يادې پېښې د وژل شوو كسانو قضيې ته د رسيدګۍ په برخه كې خپله ژمنه عملي كړې نه ده.
ايزديار وايي، دغه كورنۍ د هغو كسانو د محاكمه كولو او مجازاتولو غوښتونكې دي، چې د ۱۳۹۶يم لمريز كال په غبرګولي مياشت كې يې پر لاريون كوونكو ډزې وكړې.
د مشرانو جرګې د لومړي مرستيال محمد علم ايزديار زوى سالم ايزديار د ۱۳۹۶يم لمريز كال د غبرګولي مياشتې په ۱۲مه نېټه تر دې دوه ورځې وړاندې د موټربم بريد قربانيانو ته د عدالت غوښتنې په هدف، چې له كبله يې له ۱۵۰ زيات كسان ووژل شول او سلګونه نور ټپيان شول، د لاريون په مهال ووژل شو.
داسې ادعاوې هم كېږي، چې نوموړى د امنيتي ځواكونو په ډزو وژل شوى دى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA