ads

د غزني په ادارو كې د ښځو حضور زيات شوى

په تېرو دوو مياشتو كې د غزني په دولتي او نادولتي ادارو كې څه باندې ۱۰۰۰ كار كوونكې ښځې استخدام شوې دي.

نویسنده: mayar
11 غبرګولی 1398
د غزني په ادارو كې د ښځو حضور زيات شوى

په تېرو دوو مياشتو كې د غزني په دولتي او نادولتي ادارو كې څه باندې ۱۰۰۰ كار كوونكې ښځې استخدام شوې دي.
د دغه ولايت والي وحيدالله كليمزي نن يوې خبري غونډې ته وويل، په دې موده كې هلته ۱۰۳ ښځې په رسمي بستونو، ۷۰۰ تنه د حق الزحمه ښوونكو په بستونو، يوه د دارالمعلمين د رياست لپاره او ۲۰۰ نورې د روغتيا او كرنې په برخو كې د همكارو موسسو په قراردادي بستونو كې په دندو ګومارل شوې دي.
د هغه په وينا، د غزني په ادارو كې د ښځو پراخ حضور په دې ولايت كې د خوندي كاري چاپېريال، د استخدام په پروسه كې د روڼتيا، په ادارو كې د ښځو د حضور په تړاو د سيمه ييزې ادارې د ژمنتيا او د جنډر د اصل مراعاتول ښيي.
دا په داسې حال كې ده، چې په وروستيو څو كلونو كې د هېواد په دولتي ادارو كې د ښځو حضور زيات شوى دى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA