slideshow

۷ غبرګولی ۱۳۹۸
لیکونکی: محمد شفيق هېوادپال

په فراه كې اوو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې


د فراه امنيتي مسوولين وايي، په دې ولايت كې د افغان او بهرنيو ځواكونو په ځمكنيو او هوايي بريدونو كې اوو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د فراه د امنيه قوماندانۍ وياند محب الله محب كليد ته وويل، دا بريدونه د بالابلوك ولسوالۍ په سياه جنګل كلي كې ترسره شوي، چې له كبله يې د دوو پاكستاني وګړو په ګډون څلور طالبان وژل شوي او درې تنه نور ژوبل دي.
د ده په وينا، په دغو بريدونو كې د طالبانو د نشه يي توكو د توليد دوه فابريكې او يو موټر هم له منځه وړل شوي دي.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې تړاو خپل نظر نه دى څرګندى كړى.

 

شریکول
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *