ads

په ننګرهار كې نهه داعش وسله وال وژل شوي

د ننګرهار ولايتي چارواكي وايي، د دغه ولايت په چپرهار ولسوالۍ کې د ملي امنيت د ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې نهه داعش وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي كليد ته وويل، دا عمليات تېره شپه د چپرهار ولسوالۍ په داودزي او اغزو سيمو كې ترسره شول.

نویسنده: mayar
6 غبرګولی 1398

د ده په وينا، په وژل شوو كسانو كې د يادې ولسوالۍ لپاره د داعش ډلې نظامي مسوول ډاکټر بلال او داعش قوماندان قاري نجيب هم شامل دي.
خوږياڼي زياته كړه، عمليات كوونكو ځواكونو د داعشيانو يو مركز هم په نښه كړى او په كې يې ګڼ شمېر وسلې، مهمات او چاودېدونكي توكي له منځه وړي دي.
داعش ډلې تر دې دمه د دغو عملياتو په تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA