ads

په كابل ښار كې چاودنې ۱۰ تنه ټپيان كړل

په كابل ښار كې نن سهار شاوخوا اته بجې د حج او اوقافو وزارت د كار كوونكو پر كاسټر ډوله موټر د چسپكي ماين چاودنه وشوه.

نویسنده: mayar
6 غبرګولی 1398
په كابل ښار كې چاودنې ۱۰ تنه ټپيان كړل

په كابل ښار كې نن سهار شاوخوا اته بجې د حج او اوقافو وزارت د كار كوونكو پر كاسټر ډوله موټر د چسپكي ماين چاودنه وشوه.
د كابل امنيه قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز كليد ته وويل، دا چاودنه د كابل ښار د دوهمې امنيتي حوزې په دهن باغ سيمه كې شوې، چې له كبله يې ۱۰ تنه ټپيان شوي دي.
د پېښې مسووليت تراوسه چا نه دى منلى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA