ads

وسله والو كسانو په كابل ښار كې د يوې كورنۍ اووه غړي ووژل

وسله والو كسانو په كابل ښار كې د يوې كورنۍ نهو غړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د كابل امنيه قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز كليد ته وويل، د درېيمې امنيتي حوزې د كارته سخي سيمې يوه كور ته تېره شپه وسله وال كسان ور اوښتي، اووه كسان يې وژلي او دوه نور يې ټپيان كړي دي.

نویسنده: mayar
6 غبرګولی 1398

نوموړي زياته كړه، د دوى څېړنې ښيي، چې يادې كورنۍ شخصي دښمني لرله.
د فرامرز په وينا، پوليس هڅه كوي دغه قاتلين ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.
بايد وويل شي، چې تر دې وړاندې هم په كابل ښار كې داسې پېښې رامنځته شوي، خو امنيتي ځواكونه يې د عاملينو پر نيولو نه دي توانېدلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA