ads

محب په ننګرهار كې د ملكي تلفاتو د څېړلو لپاره پلاوى وټاكه

د هېواد د ملي امنيت سلاكار حمدالله محب په ننګرهار كې ملكي وګړو ته د اوښتو تلفاتو د هر اړخيزې څېړنې لپاره يو پلاوى په دنده ګومارلى دى.

نویسنده: mayar
6 غبرګولی 1398
محب په ننګرهار كې د ملكي تلفاتو د څېړلو لپاره پلاوى وټاكه

د هېواد د ملي امنيت سلاكار حمدالله محب په ننګرهار كې ملكي وګړو ته د اوښتو تلفاتو د هر اړخيزې څېړنې لپاره يو پلاوى په دنده ګومارلى دى.
د ملي امنيت شورا دفتر د خبرپاڼې له مخې، په شېرزادو ولسوالۍ کې پر ترهګرو د پوځي عملياتو په مهال په تېروتنې سره يو ملكي موټر په نښه شوى او په كې ناست ټول پنځه واړه ملكي وګړي وژل شوي دي.
د سرچينې په خبره، محب ټينګار وكړ، چې د يادې پېښې عاملين دې د قانون منګولو ته وسپارل شي او په راتلونكې كې دې د ورته پېښو جدي مخنيوى وشي.
د ننګرهار ولايتي چارواكي وايي، تېره اونۍ په شېرزادو ولسوالۍ كې د پوځي عملياتو په ترڅ كې ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي او همدارنګه پر يوه ملكي سراچه ډوله موټر، چې ګړندى تګ يې كاوه او په دې شك، چې ګوندې وسله وال مخالفين په كې دي، هم بريد شوى دى.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي ويلي و، چې په ياده پېښه كې د يوې ښځې او دوو ماشومانو په ګډون شپږ ملكي وګړي وژل شوي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA