ads

عبدالله: په اوس وخت كې د نوو وزيرانو ټاكنه ګټوره نه ده

د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله د دې په څرګندولو سره، چې د دغه حكومت د كاري مودې پاى ته رسېدو ته څلور مياشتې پاتې دي وايي، په اوس وخت كې د نوو وزيرانو ټاكنه ګټوره نه ده.

نویسنده: mayar
6 غبرګولی 1398
عبدالله: په اوس وخت كې د نوو وزيرانو ټاكنه ګټوره نه ده

د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله د دې په څرګندولو سره، چې د دغه حكومت د كاري مودې پاى ته رسېدو ته څلور مياشتې پاتې دي وايي، په اوس وخت كې د نوو وزيرانو ټاكنه ګټوره نه ده.
هغه نن د وزيرانو شورا غونډې ته د وينا په مهال د وزيرانو د تبديلۍ پر بڼې نيوكه وكړه او ويې ويل، د كابينې وزيران د خپلې ګوښه كېدنې په اړه د ټولنيزو شبكو له لارې خبرېږي.
عبدالله پر دې په ټينګار سره، چې له دولتي امكاناتو د ګټې اخيستنې په برخه كې د حكومت صلاحيتونه بايد محدود شي زياته كړه، د جمهوري رياست ټاكنو د ځينو كانديدانو اندېښنې جدي دي او بايد ورته پاملرنه وشي.
دا په داسې حال كې ده، چې جمهور رئيس محمد اشرف غني په دې وروستيو كې د جلا فرمانونو په خپرولو سره محمد فهيم هاشمي د مخابراتو او معلوماتي ټكنالوژۍ د كانديد وزير او عبدالتواب بالاكرزى د لوړو زده وزارت د سرپرست په توګه وټاكل.
بلخوا ناتاييد شوي راپورونه وايي، طاهر شاران به د اوبو او انرژۍ د سرپرست وزير په توګه وټاكل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA