ads

داودزي په كابل كې د هند له سفير سره وليدل

په كابل كې د هند سفير وينې كومار وايي، جګړه د افغانستان د ستونزې حل لاره نه ده او هغه بايد د افغان حكومت په رهبرۍ او مالكيت د مستقيمو مذاكراتو په وسيله حل شي.

نویسنده: mayar
6 غبرګولی 1398
داودزي په كابل كې د هند له سفير سره وليدل

په كابل كې د هند سفير وينې كومار وايي، جګړه د افغانستان د ستونزې حل لاره نه ده او هغه بايد د افغان حكومت په رهبرۍ او مالكيت د مستقيمو مذاكراتو په وسيله حل شي.
نوموړي دا څرګندونې د يكشنبې په ورځ له غرمې وروسته د سولې عالي شورا د دارالانشاء له رئيس او د سولې د اجماع لپاره په سيمه ييزو چارو كې د جمهور رئيس له ځانګړي استازي محمد عمر داودزي سره په كابل كې د ليدنې په مهال وكړې.
د سولې عالي شورا د خبرپاڼې پر بنسټ، په دې ليدنه كې د سولې بهير پر وروستيو هڅو، هند ته د داودزي د وروستي سفر پر لاسته راوړنو او د افغان سولې پروسې لپاره پر سيمه ييزو همكاريو بحث وشو.
د سرچينې په وينا، داودزي وويل، هند په سيمه كې مهم رول لري او كولاى شي د افغانستان د سولې لپاره د سيمه ييزې اجماع د پياوړتيا په برخه كې ګټور واقع شي.
بلخوا وينې كومار ټينګار كړى، هند ژمن دى، چې د افغان سولې لپاره د سيمه ييزې اجماع په برخه كې له مخكې نه زيات رول ولوبوي.
د سولې عالي شورا په خبره، د افغانستان د سولې په اړه نړيواله اجماع شته، خو د سيمې هېوادونه يې په تړاو اجماع نه لري.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA