جمهور رئيس محمد اشرف غني تېر ماښام په ارګ كې په کابل کې د اسلامي هېوادونو له مېشتو سفيرانو او کور ډيپلوماټيک استازو سره د روژه ماتي مېلمستيا په مهال په ليدنه كې د مسلمانانو او اسلامي هېوادونو پر لا زيات يووالي، همکاريو او پيوستون ټينګار وکړ.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر وايي، جمهور رئيس غني يادو سفيرانو ته په سعودي عربستان کې د روانې غبرګولي مياشتې په ۱۰مه نېټه د اسلامي همکاريو سازمان د جوړېدونکې ناستې او په هغې کې د افغانستان د ګډون او دريځ په اړه معلومات ورکړل.
سرچينه زياتوي، د هېواد جمهور رئيس د سولې پروسې، د سولې مشورتي لويې جرګې د بريالي ترسره کېدو او د هغې د اغېزو، په امنيتي او دفاعي سکټور کې د اصلاحاتو بهير او د افغانستان د پرمختګ او ځان بساينې په تړاو هم له سفيرانو سره جزيات شريک کړل.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ