په هلمند كې د بهرنيو ځواكونو په هوايي بريدونو كې د يوه قوماندان په ګډون ۱۶ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ۲۱۵ ميوند قول اردو له مطبوعاتي دفتر څخه نن کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د بهرنيو ځواكونو دا هوايي بريدونه په تېرو ۲۴ ساعتونو كې په سنګين، موسى كلا، ګرشك او نادعلي ولسواليو كې د طالبانو پر پټنځايونو ترسره شوي دي.
په خبرپاڼه كې ويل شوي، چې د يادو بريدونو په ترڅ كې د صداقت په نوم د يوه قوماندان په ګډون ۱۳ طالبان وژل شوي او درې تنه نور ژوبل دي.
د سرچينې په وينا، په دې هوايي عملياتو كې ملكي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې تړاو تبصره نه ده كړې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ