ads

ظريف له عراقي چارواكو سره پر ليدنو بوخت دى

د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف بغداد ته د سفر په مهال تېره شپه د عراق له جمهور رئيس برهم صالح سره وكتل.

نویسنده: mayar
5 غبرګولی 1398
ظريف له عراقي چارواكو سره پر ليدنو بوخت دى

د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف بغداد ته د سفر په مهال تېره شپه د عراق له جمهور رئيس برهم صالح سره وكتل.
دوى پر دوه اړخيزو اړيكو، د سيمې پر بدلونونو او ځينو نورو موضوعاتو خبرې وكړې.
ظريف تر دې ليدنې وړاندې د عراق له لومړي وزير عادل عبدالمهدي سره وليدل او ټاكل شوې د دغه هېواد د پارلمان له رئيس محمد الحلبوسي او له خپل عراقي سيال محمد علي الحكيم سره هم وګوري او پر بېلابېلو موضوعاتو ورسره وغږېږي.
د تهران او واشنګټن ترمنځ د كړكېچ له زياتېدو سره هممهاله د ايران د بهرنيو چارو وزير روسيې، تركمنستان، هند، جاپان، چين او پاكستان ته هم سفرونه وكړل.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA