د امريكا د ملي امنيت سلاكار جان بولټن وايي، واشنګټن غواړي له پيونګيانګ سره بياځلي خبرې وكړي.
ده د متحدو ايالتونو دا لېوالتيا پرون په ټوكيو كې خبريالانو ته په وينا كې جاپان ته د امريكا د جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ د سفر په مهال څرګنده كړه.
بولټن د شمالي كوريا وروستۍ توغندويي ازموينه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له پرېكړه ليكه سرغړونه وبلله.
دا په داسې حال كې ده، چې په ملګرو ملتونو كې د شمالي كوريا استازي تېره اونۍ په جينيوا كې وويل، امريكا بايد خپل فكر بدل كړي او په وينا يې، پيونګيانګ له واشنګټن سره خبرو او پرې د لګېدلو بنديزونو لرې كېدو ته اړ نه دى.
د امريكا او شمالي كوريا مشرانو ډونالډ ټرمپ او كيم جونګ اون تر دې دمه دوه وارې په سينګاپور او ويتنام كې سره ليدلي، خو كومې نتيجې ته سره نه دي رسېدلي.
د دوى د مذاكراتو ناكامي له پيونګيانګه د واشنګټن زياتې غوښتنې بلل كېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ