ads

افغان او پاكستاني چارواكي په اسلام اباد كې امنيتي غونډه كوي

ټاكل شوې روانه اونۍ په اسلام اباد كې د پاكستان او افغانستان ترمنځ د لوړې كچې امنيتي غونډه جوړه شي.
پاكستاني رسنۍ وايي، په دې غونډه كې به، چې د راتلونكې سې شنبې په ورځ جوړېږي، د افغان امنيتي پلاوي مشري د افغانستان د ملي امنيت سلاكار حمدالله محب وكړي.

نویسنده: mayar
5 غبرګولی 1398

ويل كېږي په ياده غونډه كې به د كابل او اسلام اباد ترمنځ د ترهګرۍ په ضد پر ګډو امنيتي همكاريو او پر افغان سولې بهير خبرې وشي.
د پاكستاني رسنيو د راپورونو له مخې، د روانې مې مياشتې په پنځمه نېټه د افغانستان د جمهور رئيس محمد اشرف غني او د پاكستان د لومړي وزير عمران خان ترمنځ ټيليفوني خبرو د دواړو هېوادونو اړيكې يو څه ښې كړې.
د يادو ټيليفوني خبرو په مهال جمهور رئيس غني د عمران خان بلنه ومنله او ويې ويل، چې اسلام اباد ته به په يوه مناسب وخت كې سفر وكړي.
اوس پاكستاني رسنيو ويلي، چې د افغانستان جمهور رئيس غواړي په راتلونكې جون مياشت كې اسلام اباد ته لاړ شي.
د راپورونو پر بنسټ، افغان امنيتي پلاوى به پاكستان ته د سفر په مهال د دغه هېواد له چارواكو سره اسلام اباد ته د جمهور رئيس غني د راتلونكي سفر په تړاو هم وغږېږي.
د ملي يووالي حكومت هم روانه اونۍ پاكستان ته د لوړپوړي افغان امنيتي پلاوي سفر تاييد كړى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA