د غزني ولايتي چارواكي په دغه ولايت كې د بهرنيو ځواكونو په دوو تازه هوايي بريدونو كې د يوه سرګروپ په ګډون د ۱۲ وسله والو طالبانو د وژل كېدو خبر وركوي.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري نن كليد ته وويل، دا هوايي بريدونه په اندړو ولسوالۍ كې ترسره شوي دي.
نوموړي د وژل شوي طالب سرګروپ نوم عبدالقيوم نيازى ياد كړ او زياته يې كړه، چې هغه په حقاني مشهور و.
د ده په خبره، عبدالقيوم د غزني لپاره د طالبانو د روغتيايي مسوول په توګه هم دنده ترسره كوله.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه خپل نظر نه دى څرګند كړى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ