د هند د ګجرات ايالت د زده كړې په يوه مركز كې اور لګېدنې د ۱۶ ښځو په ګډون لږ تر لږه ۲۰ تنه وژلي دي.
د دغه هېواد د اطفايې مسوولين وايي، په وژل شوو كسانو كې ۱۹ تنه يې محصلين دي.
د دوى په وينا، د اور لګېدنې په مهال د زده كړې د ياد مركز په څو پوړيزې ودانۍ كې ۶۰ محصلين موجود وو، چې ځينو يې ځانونه لاندې غورځولي دي.
د هند لومړي وزير نرېندرا مودي پر دې پېښې خواشيني څرګنده كړې او د قربانيانو كورنيو ته يې تسليت ويلى دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ