ads

په فرانسه كې چاودنې لږ تر لږه ۱۳ تنه ټپيان كړي

د فرانسې په ليون ښار كې د چاودنې په ترڅ كې د يوه ماشومان په ګډون لږ تر لږه ۱۳ تنه ټپيان شوي دي.

نویسنده: mayar
4 غبرګولی 1398
په فرانسه كې چاودنې لږ تر لږه ۱۳ تنه ټپيان كړي

د فرانسې په ليون ښار كې د چاودنې په ترڅ كې د يوه ماشومان په ګډون لږ تر لږه ۱۳ تنه ټپيان شوي دي.
دا چاودنه د جمعې په مازديګر د ويكټور ګوګو پر سړك شوې ده.
د فرانسې پوليسو د يوه كس د انځور په خپرولو سره، چې ويل كېږي له ۳۰ تر ۳۵ كلونو عمر لري، اعلان كړى، چې هغه چاودېدونكي توكي د يوې نانوايۍ مخې ته ځاى پر ځاى كړي وو.
د پېښې مسووليت تر دې دمه چا نه دى منلى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA