د كومانډو ځواكونو د ځانګړو عملياتو د قول اردو نوي قوماندان محمد فريد احمدي وسله والو طالبانو ته خبردارى وركړ، چې خپلې وسلې دې پر ځمكه كېږي.
ده نن د خپلې معرفۍ په مراسمو كې وويل، كه طالبان خپلې وسلې پر ځمكه كېنږدي او جګړې ته دوام وركړي، نو امنيتي ځواكونه به يې ولټوي او د خپلو ترسره كړو جنايتونو په خاطر به محاكمه شي.
احمدي له طالبانو وغوښتل، چې پر خپلو كورنيو رحم وكړي او ځانونه بې دليله ونه وژني.
بايد وويل شي، چې وسله والو طالبانو د روژې په مباركې مياشت كې د خلكو د اوربند غوښتنه رد كړې او د هېواد په بېلابېلو سيمو كې يې جګړو او بريدونو ته دوام وركړى دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ