ads

د جرمني جمهور رئيس ازبكستان ته ځي

ټاكل شوې د جرمني جمهور رئيس فرانك والټر شټاين ماير د خپل ازبك سيال شوكت ميرضيايف په بلنې د روانې مې مياشتې له ۲۷مې تر ۲۹مې نېټې ازبكستان ته سفر وكړي.
دواړه جمهور رئيسان به په سياسي، اقتصادي او سوداګرۍ برخو كې د دوه اړخيزو اړيكو پر لا پراختيا وغږېږي.

نویسنده: mayar
4 غبرګولی 1398

ازبكستان ته د جرمني د جمهور رئيس د سفر په مهال به د تاشكند او برلين ترمنځ په اقتصادي، روغتيايي او ځينو نورو برخو كې دوه اړخيز تړونونه هم لاسليك شي.
اوسمهال په ازبكستان كې د جرمني پانګه والو په پانګونې جوړ شوي لسګونه شركتونه فعاليت كوي.
جرمني د ۱۹۹۱يم ميلادي كال د ډسمبر مياشتې په ۳۱مه نېټه د ازبكستان خپلواكي په رسميت وپېژنده او څه باندې دوه مياشتې وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ سياسي اړيكې ټينګې شوې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA