ads

امريكا منځني ختيځ ته ۱۵۰۰ سرتېري لېږي

د واشنګټن او تهران ترمنځ د كړكېچ له زياتېدو سره هممهاله د امريکا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ منځني ختيځ ته د خپلو ۱۵۰۰ سرتېرو لېږل تاييد کړل.

نویسنده: mayar
4 غبرګولی 1398
امريكا منځني ختيځ ته ۱۵۰۰ سرتېري لېږي

د واشنګټن او تهران ترمنځ د كړكېچ له زياتېدو سره هممهاله د امريکا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ منځني ختيځ ته د خپلو ۱۵۰۰ سرتېرو لېږل تاييد کړل.
ده پرون په سپينه ماڼۍ كې خبريالانو ته وويل، دوى په منځني ختيځ کې خونديتوب ته اړتيا لري او هلته لېږل كېدونكي سرتېري به تر ډېره خوندي کوونکي وي.
دا په داسې حال كې ده، چې امريكا سيمې ته خپلې جنګي او الوتكې وړونكې بېړۍ، بي – ۵۲ الوتكې او نور پوځي تجهيزات لېږلي دي.
د واشنګټن او تهران ترمنځ کړکېچ، چې اوس د جګړې پولې ته نېږدې شوى، وروسته له هغه زيات شو، چې ټرمپ له ايران سره د ۲۰۱۵م ميلادي كال له اټومي هوكړې ووت.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA