ads

افغانستان د كركټ په تمريني يو ورځنۍ لوبه كې پاكستان ته ماتې وركړه

د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې د ۲۰۱۹م ميلادي كال د نړيوال جام سياليو په لومړۍ تمريني يو ورځنۍ لوبه كې د پاكستان د كركټ ملي لوبډلې ته په درېيو وېكټو ماتې وركړه.
دا لوبه تېره ورځ د انګلستان په بريسټول ښار كې ترسره شوه.

نویسنده: mayar
4 غبرګولی 1398

د لوبې پچه د پاكستانۍ لوبډلې لوبډلمشر وګټله او د توپوهنې پرېكړه يې وكړه.
د پاكستان د كركټ ملي لوبډلې په ۴۷ اعشاريه پنځه اورونو كې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۶۲ منډې وكړې، خو افغان لوبډلې وركړل شوى هدف د اوو لوبغاړو په لاسه وركولو د لوبې په وروستي اور كې پوره كړ.
په توپوهنه كې حشمت الله شهيدي ښه وځلېده او ۷۴ ناسوځېدلې منډې يې وكړې، خو په توپ اچونه كې بيا محمد نبي تر نورو مخكې شو او د سيالې لوبډلې درې لوبغاړي يې وسوځول.
د افغانستان د كركټ بورډ وياند فريد هوتك نن له كليد سره په خبرو كې د افغان لوبډلې دا بريا يوه لويه او مهمه لاسته راوړنه وبلله او ويې ويل، په دې سره به دغه لوبډله د كركټ د سږني نړيوال جام په سياليو كې په لوړ مورال ګډون وكړي.
ټاكل شوې افغانستان دوهمه تمريني يو ورځنۍ لوبه د راتلونكې دوشنبې په ورځ له انګلستان سره ترسره كړي.
د ۲۰۱۹م ميلادي كال د كركټ د نړيوال جام يو ورځنۍ سيالۍ، چې په انګلستان او وېلز كې ترسره كېږي، د روانې مې مياشتې په ۳۰مه نېټه پيلېږي، چې په كې به د افغانستان په ګډون د ۱۰ هېوادونو د كركټ ملي لوبډلې ولوبېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA