ads

د بريتانيا لومړۍ وزيرې خپله استعفا اعلان كړه

تېرېزا مې نن د بريتانيا د صدارت له چوكۍ او د دې هېواد د محافظه كار ګوند له رياسته خپله استعفا اعلان كړه.
هغې ويلي، ورته څرګنده شوې، چې د بريتانيا ګټې په نوي لومړي وزير سره ښې ترلاسه كېداى شي.

نویسنده: mayar
3 غبرګولی 1398
د بريتانيا لومړۍ وزيرې خپله استعفا اعلان كړه

تېرېزا مې نن د بريتانيا د صدارت له چوكۍ او د دې هېواد د محافظه كار ګوند له رياسته خپله استعفا اعلان كړه.
هغې ويلي، ورته څرګنده شوې، چې د بريتانيا ګټې په نوي لومړي وزير سره ښې ترلاسه كېداى شي.
د مېرمن مې په خبره، د راتلونكې جون مياشتې په اوومه نېټه به د محافظه كار ګوند له رياسته استعفا وكړي.
نوموړې به تر هغه وخته، چې د ياد ګوند لپاره نوى مشر وټاكل شي، د صدارت پر چوكۍ پاتې شي.
دا په داسې حال كې ده، چې له اروپايي ټولنې د بريتانيا د وتلو طرحه څو وارې د پارلمان لخوا رد شوه.
كه څه هم د بريتانيا لومړۍ وزيرې د بېلابېلو طرحو په وړاندې كولو سره هڅه وكړه، چې هېواد يې له اروپايي ټولنې بهر كړي، خو ګوند يې، چې د مېرمن مې له سياستونو سره مخالف دى، په ياده ټولنه كې د بريتانيا پر پاتې كېدو ټينګار كوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA