ads

د افغانستان او پاكستان د كركټ ملي لوبډلې نن يو ورځنۍ نړيواله لوبه كوي

ټاكل شوې د افغانستان او پاكستان د كركټ ملي لوبډلې د انګلستان په برېسټول ښار كې يوه يو ورځنۍ نړيواله لوبه وكړي.
دا لوبه به د كابل په وخت نن له غرمې وروسته دوه بجې پيل شي.

نویسنده: mayar
3 غبرګولی 1398
د افغانستان او پاكستان د كركټ ملي لوبډلې نن يو ورځنۍ نړيواله لوبه كوي

ټاكل شوې د افغانستان او پاكستان د كركټ ملي لوبډلې د انګلستان په برېسټول ښار كې يوه يو ورځنۍ نړيواله لوبه وكړي.
دا لوبه به د كابل په وخت نن له غرمې وروسته دوه بجې پيل شي.
تر دې مخكې افغانستان له ايرلنډ سره دوه يو ورځنۍ لوبې وكړې، چې يوه يې وګټله او په بله كې يې ماتې وخوړه.
همدارنګه افغانستان له سکاټلنډ سره هم دوه يو ورځنۍ لوبې درلودې، چې لومړۍ يې د باران له كبله بې پايلې اعلان شوه او په دوهمه كې يې افغانستان بريا خپله كړه.
افغانستان د كركټ د سږني نړيوال جام تر سياليو مخكې له انګلستان سره هم يوه يو ورځنۍ لوبه لري.
د كركټ دا لوبې د نړيوال جام سياليو ته د چمتووالي په هدف ترسره كېږي.
د ۲۰۱۹م ميلادي كال د كركټ د نړيوال جام يو ورځنۍ سيالۍ، چې په انګلستان او وېلز كې ترسره كېږي، د روانې مې مياشتې په ۳۰مه نېټه پيلېږي، چې په كې به د افغانستان په ګډون د ۱۰ هېوادونو د كركټ ملي لوبډلې ولوبېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA