د اوكراين نوي جمهور رئيس وولوديمير زېلېنسكي د دوشنبې په ورځ د دې هېواد په پارلمان كې د وفادارۍ لوړه وكړه.
ده، چې ټاكنيزه مبارزه يې د دولتي فساد په ضد د ګامونو پورته كولو په ژمنې سره پيل كړې وه، د وفادارۍ له لوړې وروسته اعلان وكړ، چې د اوكراين پارلمان به منحل او بېړنۍ ټاكنې به ترسره كړي.
د اوكراين د اوسني پارلمان ډېرى غړي د دغه هېواد د پخواني جمهور رئيس پټرو پوروشينكو پلويان دي.
د اوكراين نوى جمهور رئيس وايي، د روسيې له لوري د اشغال شوو سيمو بېرته را ګرځول او د جنګي اسيرانو ازادول يې له مسكو سره د خبرو لپاره شرطونه دي.
مشهور كومېډين وولوديمير زېلېنسكي د اوكراين د جمهوري رياست په دوهم پړاو ټاكنو كې پټرو پوروشينكو ته ماتې وركړه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ