ads

افغانستان او ايرلنډ نن د كركټ دوهمه يو ورځنۍ نړيواله لوبه كوي

ټاكل شوې د افغانستان د كركټ ملي لوبډله د ايرلنډ د كركټ له ملي لوبډلې سره د دوو يو ورځنيو نړيوالو لوبو دوهمه سيالي نن ترسره كړي.
دا لوبه به د كابل په وخت له غرمې وروسته په دوه بجو او ۱۵ دقيقو د ايرلنډ په بېلفاسټ ښار كې پيل شي.

نویسنده: mayar
31 غویی 1398

په لومړۍ يو ورځنۍ نړيواله لوبه كې ايرلنډ افغانستان ته په ۷۲ منډو ماتې وركړې وه.
افغانستان د كركټ د سږني نړيوال جام تر سياليو مخكې له پاكستان او انګلستان سره هم دوه يو ورځنۍ لوبې لري.
د كركټ دا ټولې لوبې د نړيوال جام سياليو ته د چمتووالي په هدف ترسره كېږي.
تر دې وړاندې افغانستان له سکاټلند سره دوه يو ورځنۍ لوبې درلودې، چې لومړۍ يې د باران له كبله بې پايلې اعلان شوه او په دوهمه كې يې افغانستان بريا خپله كړه.
د ۲۰۱۹م ميلادي كال د كركټ د نړيوال جام يو ورځنۍ سيالۍ، چې په انګلستان او وېلز كې ترسره كېږي، د روانې مې مياشتې په ۳۰مه نېټه پيلېږي، چې په كې به د افغانستان په ګډون د ۱۰ هېوادونو د كركټ ملي لوبډلې ولوبېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA