ads

په ننګرهار كې د بېلابېلو جرمونو په تور لسګونه كسان نيول شوي

د كورنيو چارو وزارت وايي، د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ پوليسو په تېرو درېيو اونيو کې ۷۲ تنه د ځمکو غاصبين، د نشه يي توکو قاچاقبران، غيرې مسوول وسله وال او داعشيان نيولي دي.

نویسنده: mayar
30 غویی 1398
په ننګرهار كې د بېلابېلو جرمونو په تور لسګونه كسان نيول شوي

د كورنيو چارو وزارت وايي، د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ پوليسو په تېرو درېيو اونيو کې ۷۲ تنه د ځمکو غاصبين، د نشه يي توکو قاچاقبران، غيرې مسوول وسله وال او داعشيان نيولي دي.
د دغه وزارت وياند نصرت رحيمي پر خپله فېسبوك پاڼه د يادو كسانو شپږ تنه د داعش ډلې غړي بللي دي.
د نوموړي په خبره، له نيول شوو كسانو ۱۵۶ ميله بېلابېل ډوله وسلې، سلګونه كيلو ګرامه نشه يي توكي او لسګونه ليټره الكولي مشروبات ترلاسه شوي دي.
دا په داسې حال كې ده، چې په دې وروستيو كې د ننګرهار امنيتي حالت خراب شوى او په كې ګڼې امنيتي پېښې رامنځته شوې دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA