ads

په مصر كې چاودنې ۱۷ سيلانيان ټپيان كړل

د مصر چارواكي په دې هېواد كې د چاودنې له كبله د ۱۷ سيلانيانو د ټپي كېدو خبر وركوي.

نویسنده: mayar
30 غویی 1398
په مصر كې چاودنې ۱۷ سيلانيان ټپيان كړل

د مصر چارواكي په دې هېواد كې د چاودنې له كبله د ۱۷ سيلانيانو د ټپي كېدو خبر وركوي.
د مصري رسنيو د راپورونو پر بنسټ، د سړك پر غاړې د ځاى پر ځاى شوو چاودېدونكو توكو چاودنې د ۲۵ سيلانيانو لېږدوونكى بس موټر په نښه كړى دى.
په پېښه كې په دغه موټر كې سپاره ۱۷ تنه ټپيان شوي، چې ډېرى يې د جنوبي افريقا اوسېدونكي دي.
د چاودنې مسووليت تراوسه چا نه دى منلى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA