ads

په كابل ښار كې شپږو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

د كابل ښار د اوومې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې پر يوې امنيتي پوستې د وسله والو طالبانو په بريد كې شپږو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: mayar
30 غویی 1398
په كابل ښار كې شپږو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

د كابل ښار د اوومې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې پر يوې امنيتي پوستې د وسله والو طالبانو په بريد كې شپږو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د كابل امنيه قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز كليد ته وويل، موټر سايكل سپرو طالبانو تېر ماښام د روژه ماتي په مهال د كابل ښار د دوغ اباد سيمې پر امنيتي پوستې بريد وكړ، چې له كبله يې درې پوليس ووژل شول او درې نور ټپيان دي.
د هغه په وينا، طالبان تر بريد وروسته له سيمې تښتېدلي دي.
وسله والو طالبانو بيا ادعا كړې، چې په دغه بريد كې يې اته پوليس وژلي او په جګړه كې يې د خپلو دوو ملګرو ژوبلېدل تاييد كړي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA