ads

په بلخ كې د وسلو د خرڅلاو په تور څلور تنه ونيول شول

امنيتي ځواكونو د بلخ په مركز مزار شريف ښار كې د وسلو د خرڅلاو په تور څلور تنه نيولي دي.

نویسنده: mayar
30 غویی 1398
په بلخ كې د وسلو د خرڅلاو په تور څلور تنه ونيول شول

امنيتي ځواكونو د بلخ په مركز مزار شريف ښار كې د وسلو د خرڅلاو په تور څلور تنه نيولي دي.
د بلخ د امنيه قوماندانۍ وياند عادل شاه عادل كليد ته وويل، د دې قوماندانۍ د تروريزم په ضد د مبارزې پوليسو د يكشنبې په مازديګر د مزار شريف ښار د لومړۍ ناحيې په مربوطاتو كې د عملياتو په ترڅ كې له يوه ساختماني شركته يوه اندازه وسلې او مهمات ترلاسه كړل.
د ده په وينا، د دغو وسلو او مهماتو په تړاو د محمد ايوب، سرور، سراج او جان علي په نومونو څلور تنه، چې ټول د مزار شريف ښار اوسېدونكي دي، ونيول شول.
د نامسووله وسله والو تګ راتګ، د ناقانونه وسلو پېر او پلور او ځينې نور هغه موارد دي، چې هېوادوال يې اندېښمن كړي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA