ads

سياسي او امنيتي بې ثباتۍ افغانۍ بې ارزښته کړې

په دې وروستيو كې افغانۍ د ډالر په مقابل كې په بېسارې توګه خپل ارزښت له لاسه وركړى او د توكو په بيو باندې يې هم جدي اغېز كړى دى.

نویسنده: mayar
30 غویی 1398
سياسي او امنيتي بې ثباتۍ افغانۍ بې ارزښته کړې

په دې وروستيو كې افغانۍ د ډالر په مقابل كې په بېسارې توګه خپل ارزښت له لاسه وركړى او د توكو په بيو باندې يې هم جدي اغېز كړى دى.
د دوشنبې په ورځ د كابل په شهزاده سراى كې يو ډالر په نهه اويا اعشاريه دېرش افغانۍ پلورل كېده چې د شهزاده سراى د صرافانو ټولنه يې لاملونه، سياسي او امنيتي بې ثباتي، ډالر ته د تقاضا زياتېدل او داسې نور په ګوته كوي.
د دغه ټولنې وياند محمدهاشم روضه يي له كليد سره په خبرو كې د ناامنۍ، سياسي بې ثباتۍ، بېكارۍ او داسې نورو لاملونو سربېره له افغانستان څخه ګاونډيو هېوادونو ته د ډالر د قاچاق په اړه هم اندېښنه څرګنده كړه او له اړوندو ادارو څخه وغوښتل چې مخه يې ونيسي.
خو د افغانستان بانك مسوولين له افغانستان څخه بهرنيو هېوادونو ته د ډالرو قاچاق نه تائيدوي او نه يې هم ردوي او وايي چې كېداى شي، د لرغونو آثارو، قيمتي ډبرو او آن د انسانانو د قاچاق په څېر ډالر هم قاچاق شي.
د دغه بانك وياند ايمل هاشور كليد ته وويل، اوس په بازار كې د ډالرو لپاره تقاضا لوړه شوې ده او په وينا يې، افغانستان له ګاونډيو هېوادونو څخه ډېر واردات لري چې اوسمهال ګاونډي هېوادونه په خپلو ملي پيسو نه، بلكې يوازې په ډالر افغاني سوداګرو ته توكي وركوي.
د افغانستان بانك وياند د دې پوښتنې په ځواب كې چې افغانستان بآنك د افغانۍ د ثبات د ساتلو لپاره څه كړي وايي، دوى يوازې بازار ته د ډالرو په عرضه كولو او بانكونو ته د پانګيزه پاڼو په وركولو په بازار كې ډالر ته تقاضا كمولاى شي او له دې پرته د ازاد بازار په قانون كې بله لاره نه لري.
د ډالر لوړېدو د توكو په بيو هم ناوړه اغېزه كړې ده او د توكو بيې هم په بېسارې توګه لوړې شوې دي، چې دغه چارې د عامو هېوادوالو ترڅنګ د كارګرانو ټولنه هم اندېښمنه كړې ده.
د دغه ټولنې مشر عبدالمعروف قادري وايي، د كارګرانو معاش ثابت دى خو ډالر او د توكو بيې ورځ تربلې لوړيږي چې دې كار د كارګرانو ژوند له ستونزو سره مخ كړى دى.
نوموړى وايي، له تېرو څو كلونو راهيسې غواړي چې د كارګرانو د معاش ټيټه كچه بايد وټاكل شي خو دغه غوښتنې ته يې حكومت مثبت ځواب نه دى وركړى.
د اقتصادي چارو شنونكى وايي، د يوه هېواد د پيسو ثبات د هغه هېواد په كورني اقتصاد او توليد پورې تړاو لري، ترڅو چې افغانستان په يوه توليدي هېواد بدل نه شي نو پيسې يې هم ثبات نه شي پيدا كولاى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA