ads

د ښوونكو د معاشونو زياتولو طرحه جمهوري رياست ته ولېږل شوه

د پوهنې وزارت د ښوونكو د معاشونو او امتيازونو د زياتولو طرحه جمهوري رياست ته لېږلې ده.

نویسنده: mayar
30 غویی 1398
د ښوونكو د معاشونو زياتولو طرحه جمهوري رياست ته ولېږل شوه

د پوهنې وزارت د ښوونكو د معاشونو او امتيازونو د زياتولو طرحه جمهوري رياست ته لېږلې ده.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، د ملكي خدمتونو د كار كوونكو د معاشونو زياتولو پاليسۍ په چوكاټ كې ښوونكو ته لومړيتوب وركول، د موټر د كرايې وركړه او د مسلكي او سيمه ييزو امتيازونو وركول د يادې طرحې له مهمو مواردو څخه دي، چې د پوهنې وزارت رهبري يې له جمهوري رياسته او د ماليې له وزارته د تاييد غوښتونكې ده.
د پوهنې وزارت ټينګار كوي، چې د حكومت د رهبرۍ لخوا د دې طرحې تاييدېدل به د ښوونكو د فكري ارامۍ سبب شي او همدارنګه به په هېواد كې د ښوونې او روزنې پر كيفيت مثبت اغېز وكړي.
دغه وزارت يو ځل بيا ژمنه كړې، چې د ښوونكو د معېشتي حالت د ښه والي لپاره به هغوى ته د اوسېدو سيمو ته يې نېږدې په اوږد مهاله قسطونو د استوګنې اپارتمانونه وركړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA