ads

د تاجكستان په يوه زندان كې د بلوا له كبله لسګونه كسان وژل شوي

د تاجكستان په يوه زندان كې د بلوا له كبله ۲۹ زندانيان او د زندان درې ساتونكي وژل شوي دي.
دا بلوا په وحدت ښارګوټي كې رامنځته شوې ده.

نویسنده: mayar
30 غویی 1398
د تاجكستان په يوه زندان كې د بلوا له كبله لسګونه كسان وژل شوي

د تاجكستان په يوه زندان كې د بلوا له كبله ۲۹ زندانيان او د زندان درې ساتونكي وژل شوي دي.
دا بلوا په وحدت ښارګوټي كې رامنځته شوې ده.
د تاجكستان د عدليې وزارت وايي، ياده بلوا تېر ماښام هغه وخت پيل شوه، كله چې شاوخوا ۳۰ بنديانو د زندان درې ساتونكي يرغمل كړل او وروسته يې ووژل.
سرچينه زياتوي، د داعش ډلې د غړيتوب په خاطر دغه بندي شوي كسان په چاقوګانو او تېرو شيانو سمبال وو.
د تاجكستان د عدليې وزارت په خبره، كله چې چارواكو د وضعيت د كنټرولولو لپاره غوڅ اقدام وكړ، يو شمېر بلواګر هم ووژل شول.
يوې دولتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط رويټرز خبري اژانس ته ويلي، چې په پېښه كې ۲۹ بنديان وژل شوي دي.
د ځايي چارواكو په وينا، اوسمهال يې د زندان وضعيت تر كنټرول لاندې دى او د يادې بلوا په تړاو څېړنې روانې دي.
په تېره نومبر مياشت كې هم د تاجكستان د خجند ښار په زندان كې د بلوا په ترڅ كې، چې داعش ډلې يې مسووليت پر غاړه واخيست، ۲۲ بنديان او د زندان پنځه كار كوونكي ووژل شول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA